د کندهار دوو ولسوالیو کې د انځر او انارو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي
![د کندهار دوو ولسوالیو کې د انځر او انارو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/5a6d98f6-fc33-4e05-b2d4-8b87c44fc836.jpeg)
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په لوړ شاولیکوټ او ښکته شاولیکوټ ولسوالیو کې د انځرو او انارو بڼونو جوړولو په پار پر یوشمېر بڼوالو د انځر او انارو تصدیق شوي نیالګي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروسې په ترڅ کې ښکته شاولیکوټ او لوړ شاولیکوټ ولسوالیو کې د انځرو ۶۵ او د انارو ۱۰ جریبه بڼونو جوړېږي، چې د جوړولو په پار یې پر ۷۵ بڼوالو د انځرو او انارو تصدیق شوي نیالګي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د انځرو او انارو حاصلاتو زیاتوالی، د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.