مرحبه: د بزګری له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

mail-admin
مرحبه: د بزګری له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

۱۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په ټول هېواد کې د نارینوو بزګرانو ترڅنګ ښځینه هغو ته هم د کرکېلي زمینه برابره کړې او وخت ناو خت د کرکېلي اړوند په بېلابېلو برخو کې ورته روزه نیزې برنامې جوړوي او ترڅنګ یې د کرنیزو بستو او اصلاح شوي تخمونو په وېشلو او شنوخونو او کورنیو باغچو په جوړولو سره ددغو کروندګرو مېرمنو ملاتړ کوي. د کرنې وزارت دغه مرستې که له یوې خوا د کورنیو د خوړو په خوندیتوب کې ګټورې تمامې شوي دي بل خوا په کورنیو کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لامل هم شوي دي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ « SNaPP2» برنامې  له چوپړونو څخه یو تن برخمن شوې، د ننګرهار د کامې  ولسوالۍ د ککل باجوړی د کلي اوسیدونکې مېرمن مرحبه ده.
مرحبه په یوه بېوزله کورنۍ کې ژوندکوي او د کرنې له لارې د کورنۍ عواید برابروي.
مرحبه وایي: «له کرکېلي سره مې مېنه او علاقه ډېره وه. څه ناڅه ځمکه مې هم درلوده. خو د کرکېلي په لارو چارو سم بلده نه وم او نه مې شوای کولای، چې له خپل کرونده څخه ښه حاصل ترلاسه کړم.»
هغې زیاته کړه تل به مې هلې ځلې کولې، چې یوه لاره پیداکړم ترڅو له خپل کرونده څخه ښه حاصل ترلاسه کړم. په همدې کې یوه ورځ د کرنې وزارت کارکوونکي زموږ کلي ته راغلل او هغو مېرمنو سره، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو علاقه لرل ورسره مرسته کول.
زه هم په دې برنامه کې شامله شوم د کرنې وزارت د « SNaPP2» برنامې کارکوونکي د کرکېلي ټول موارد په ښه او اسانه ژبه تشریح کول او موږ ته به یې ور زده کول.
مرحبه وویل، د کرنې وزارت کارکوونکي دوی ته د کرکېلي عصري بڼې او لارې چارې وښودل او ترڅنګ یې پر دوی د پالک، شلغم، هوږې او سره ملۍ تخمونه هم ووېشل.
مرحبه زیاته کړه: «د کرنې وزارت له خوا د ترلاسه شوې تخمونو له ډلې د سره ملیو تخم مې په خپله کورنۍ باغچه کې، چې دوه بسوې ځمکه ده وکرل. تر دې مخکې مې په روزنیزو برنامو کې د ځمکې هوارولو او د کتار په ډول د کرکېلي لارې چارې هم زده کړې وه.»
هغې وویل، کله چې مې د سره ملیو کښت په حاصل راغې نو له خپلې کرونده څخه مې د خپل کور د اړتیا وړ سابه د ترلاسه کولو ترڅنګ نور اضافي سابه مې د کلي په بازار کې خرڅ کړ، چې په یوه فصل کې درې زره افغانۍ شوې او په دې پیسې مې د خپل کور د اړتیا وړ نور توکې وپېرل.
مرحبه وایي: «د سبو د پلور له لارې مې د کورنۍ په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون راغلی دی، هیله لرم چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ « SNaPP2» پروژه له موږ سره خپلې مرستې ته دوام او پراختیا ورکړي، ترڅو ددې کلي نور بېوزله مېرمنې هم له دې برنامې څخه برخمنې شي.»