د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې صنعتکارانو د خپلو صنعتي فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له ر ییس سره شریکې کړې او د صنعتي ښارګوټي د چارو د لا ښه تنظیم، پاتې اداري او تخنیکي کارونو د بشپړېدو او د صنعتکارانو لپاره د مناسب کاري چاپېریال د برابرېدو په برخه کې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د صنعتکارانو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د اړوندو مسؤلینو له لارې به د صنعتي ښارګوټي د شته ستونزو د حل او د پاتې کارونو د خلاصولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د صنعتکارانو فعالیتونه د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د تولید د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره مهم ارزښت لري؛ نو اړینه ده چې د هغوی ستونزو ته د شته امکاناتو په چوکاټ کې پر وخت رسیدګي وشي.
ښاغلي عبدالرحمن د صنعتکارانو له همکارۍ او خپلو فعالیتونو ته د دوام ورکولو څخه هم مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ادارې له لوري به د قانوني او اداري چوکاټ په دننه کې د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره لازمې همکارۍ ترسره کېږي.
د غونډې په پای کې د صنعتکارانو له لوري د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د تېرو خدمتونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوې دنده کې به هم د ولس، بزګرانو، مالدارانو او صنعتکارانو د ستونزو د حل او د اقتصادي ودې په برخه کې لا ډېرې اغېزمنې چارې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د صنعتکارانو او امارتي ادارو ترمنځ دوامدارې ناستې او ګډې همکارۍ کولای شي د صنعتي فعالیتونو د پراختیا، د پانګونې د هڅونې، د تولید د زیاتوالي او د هلمند د اقتصادي ودې لپاره زمینه لا پیاوړې کړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

در لغمان کمپاین واکسیناسیون صدها هزار حیوان در برابر بیماری لمپی‌اسکین آغاز شد

۳۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان و با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، روند تطبیق واکسین در برابر بیماری لمپی. . .

بازگشت به خبرها