د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د متراکمو خوراکي توکو مرسته وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۷

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د افغان ځوانانو خدماتي «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د کوړ کونړ ولسوالی ۴۲۵ مالدارانو ته د څارویو د تغذیې لپاره متراکمه حیواني خوراکه ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د یادې پروژې له مخې هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه متراکمه حیواني خوراکه ورکړل شوه، څو د مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه شي، د څارویو روغتیا او تولیدات لوړ شي او د مالدارۍ سکتور لا پیاوړی شي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو مرستو اساسي موخه د مالدارۍ سکټور ملاتړ، د شېدو او نورو لبني محصولاتو د تولید زیاتوالی، د څارویو د مناسبې تغذیې برابرول او د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا ده. هغه ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست هڅه کوي د همکارو مؤسسو په همکارۍ د مالدارانو د ملاتړ لپاره ورته پروګرامونه دوام ومومي، ترڅو د کلیوالو کورنیو د عایداتو په لوړولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په تأمین کې اغېزمن رول ولوبوي.
 مالدارانو د یادو مرستو ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې متراکمه حیواني خوراکه به د دوی د څارویو په ښه تغذیه، د شېدو په تولید او د مالدارۍ د عاید په زیاتوالي کې مهمه ونډه ولري. هغوی د کرنې ریاست، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» د افغان ځوانانو خدماتي «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې څخه د ورته ملاتړونو د دوام غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

چهار کانال زراعتی در ولایت بدخشان تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
چهار کانال زراعتی در ولسوالی‌های تیشکان، ارغنجخواه، بهارک و فیض‌آباد ولایت بدخشان، با هزینه مجموعی بیش از ۱۲۰ میلیون افغانی اعمار و بازسازی شده و پس از تکمیل، به بهره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

بررسی فعالیت‌های ریاست زراعت هرات از سوی معین مالی و اداری وزارت زراعت

۱۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت هرات، با رییس و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و گزارش  فعالیت‌های این. . .

بازگشت به خبرها