د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یاد فعالیت د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي»، په مالي ملاتړ، د «تاب راوړنې او خوړو سیستمونو» پروژې تر چتر لاندې، د «هیلتو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شو.
په دې پروګرام کې هغو ۲۰ کورنیو ته چې د شپږو میاشتو لپاره یې د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې وه، هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو د پروسس ۲۵ قلمه بېلابېل وسایل ورکړل شول، چې پکې لمریزې وچوونکي وسایل هم شامل وو.
په وېشل شویو وسایلو کې چاقوګان، د پرې کولو تختې، د پوستکي پاکولو وسایل، رنده، د سبو او مېوو د ټوټه کولو اله، د مینځلو تشتونه، چاڼۍ، د وچولو جالونه، د پخلي دیګونه، د ګاز بخارۍ، د وزن کولو ترازو، ترمامیتر، د بسته بندۍ کڅوړې، د مهر کولو ماشین، د ذخیرې کانتینرونه، لیبلونه او مارکرونه، د پاکولو مواد، د حفظ الصحې کټ، د لومړنیو مرستو کټ، لاسي مکسر او نور اړین وسایل شامل وو.
همدارنګه هرې کورنۍ ته د ۲۰۰ واټه لمریزه تخته، د ۱۰ کیلوګرامه ظرفیت لرونکی کوچنی لمریز وچوونکی، د لمریزې وچوونکي مایکرو کنټرولر، د وچوونکي لپاره کوچنۍ ډي سي پنکه او ټرې (پتنوس) هم ورکړل شول.
د وسایلو د وېش پروګرام د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو، د جاني‌خېلو ولسوالی مقام، قومي مشرانو او اړوندو ګټه اخیستونکو په حضور کې ترسره شو.
د سیمې خلکو د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» او همکارې مؤسسې څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې دا ډول پروګرامونه د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو د اړتیاوو د کمولو او د بېوزلۍ د کچې په راټیټولو کې مهم رول لري.
ګټه اخیستونکو وویل، چې د دغو وسایلو په وسیله به وکولای شي د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې لکه اچار، مربا، روب، وچ رومیان، بامیه، کیک، کلچې او نور تولیدات برابر او سیمه‌ییز بازار ته یې وړاندې کړي؛ چې له یوې خوا به د کورنیو لپاره د عاید زمینه برابره شي او له بلې خوا به د بازار اړتیاوې هم پوره شي.
د یادونې وړ ده، چې د همدې پروګرام په دوام کې به په راتلونکو ورځو کې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالی کې هم ورته فعالیت ترسره شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت در برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» بازتاب یافت

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
در چارچوب برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» که به مناسبت هفته اقتصاد و خودکفایی در مرکز رسانه‌های حکومت برگزار شد، دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توسط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

توزیع معاش ماهانه برای بیش از یک‌هزار کارگر پروژه‌های زراعتی و تاب‌آوری غذایی در پنجشیر

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر خبر داده است که در هماهنگی با این ریاست و با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، معاش یک‌ماهه بیش از یک‌هزار تن از کارگران. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

رئیس زراعت تخار از مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی کلفگان بازدید کرد

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، در جریان سفر کاری به ولسوالی کلفگان از مدیریت خدمات زراعتی این ولسوالی بازدید کرده و روند عرضه خدمات. . .

بازگشت به خبرها