د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۰
د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځاځي میدان ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په همکارۍ، د دې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د سرواملوکو او ناکو بڼونو جوړولو او رشقې تخمونو وېش په موخه ابتدایي سروې ترسره شوه. د یادې سروې موخه د پروژې د عملي کېدو لپاره د اړینو معلوماتو راټولول او د تطبیق لپاره د زمینې برابرول دي، څو دغه بزګران وکولای شي له یادو بڼونو څخه د خپل عاید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ګټه واخلي.
د یادې سروې موخه په ځاځي میدان ولسوالی کې د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول دي، ترڅو په اوږدمهال ډول د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات وده ومومي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمنه ده، چې په راتلونکي کې به دې ته ورته پرمختیایي پروګرامونه دوامداره وساتي او د کرنې د سکټور د لا پیاوړتیا لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو سروې شویو بزګرانو د سرو املوکواو ناکو بڼونو جوړولو لپاره نیالګي او د رشقې تخمونه وویشل شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی خود به ولایت میدان وردک از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

ایجاد ۳۵ قطعه نمایشی لوبیا و ماش برای ترویج کشت حبوبات در ولایت تخار

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، به‌منظور حمایت از دهقانان، ترویج کشت حبوبات و افزایش تولید در واحد سطح، ۳۵ قطعه نمایشی شامل ۲۰ قطعه لوبیا و ۱۵ قطعه ماش را. . .

بازگشت به خبرها