ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او» په مالي لګښت د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې ٢ زره او ٢٥٠ تنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په خوږیاڼو، بهسود، پچیراګام، شینوارو او ګوشتي ولسوالیو کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سرې پخپل وخت د ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شوي.
ښاغلي محسن وویل، چې هر بزګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلوګرامه توره او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال بزګرانو ته په ولسوالیو کې د غنمو کرلو، ځمکي اماده کولو، ناروغیو مخنیوي، اوبو لګولو اوحاصل ټولولو په برخه کې روزنې چارې د مسلکي کارکوونکو له لورې روانې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

کمپاین تطبیق دواهای ضد کرم برای هزاران رأس مواشی در ننگرهار آغاز شد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و تمویل مالی صندوق بین‌المللی انکشاف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت اروزگان بازدید کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر کاری خود به ولایت اروزگان از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

رئیس زراعت پکتیا با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
در مقام ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، نشست هماهنگی میان مولوی سید امین هاشمی، رئیس این ریاست، و انجینر بسم‌الله بسمل، مسئول. . .

بازگشت به خبرها