د کندهار خاکریز کې ۵۰ تنه کروندګر د اوبو سپما او اغېزمن مدیریت په برخه کې وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۲۷
د کندهار خاکریز کې ۵۰ تنه کروندګر د اوبو سپما او اغېزمن مدیریت په برخه کې وروزل شول

۲۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی د سبزل کاریز په سیمه کې ۵۰ تنه کروندګرو ته د اوبو سپما، اغېزمن مدیریت،  د اوبو د ارزښت او زیانونو په موخه روزنه ورکړل شوه.
یاده روزنیزه غونډه د خاکریز ولسوالی د اړوندو مسوولینو تر څارنې لاندې ترسره شوه، چې پکې د کندهار د کرنې ریاست استازو، د هالنډ کمیټې مسوولینو، د ولسوالی استازو او ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی ؤ.
د روزنې پر مهال، د هالنډ کمیټې مسلکي کارکوونکو کروندګرو ته د اوبو ارزښت، د اوبو کمښت له امله احتمالي راتلونکې ستونزې، د سپما لارو چارو، او د مؤثرې استفادې تخنیکي حل‌لارې تشریح کړې. کروندګرو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپلو کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو څاڅکي (قطري) سیستمونه فعاله کړي، ترڅو له اوبو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي، همداراز، دوی ته لارښوونه وشوه، چې له غیرضروري او ژورو برمو څخه ډډه وکړئ، تر څو د اوبو سطحه ثابته وساتل شي.
د روزنې له پای ته رسېدو وروسته، د کاریز اوبو د اغېزمن مدیریت او د ضایعاتو د مخنیوي په موخه د بزګرانو له‌منځ څخه یوه ګډه کمیټه هم جوړه شوه. دا کمیټه به د کاریز اوبو ساتنه، مدیریت، او د موجوده امکاناتو څخه مؤثره استفاده کوي.
د یادونې وړ ده، چې درې میاشتې وړاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د سبزل کاریز په سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره یو اساسي او معیاري حوض جوړه شوې وه، او دا د دویم ځل ده چې بزګرانو ته پدې اړه روزنه ورکول کېږي. دا چاره د بزګرانو د عامه پوهاوي د لوړوالي او د اوبو د ښه کارونې لپاره ترسره شوې ده.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها