د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کورنیو چارو وزارت او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۸:۴۱
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کورنیو چارو وزارت او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې جلا جلا غونډو کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد، د کورنيو چارو وزارت د محاکمو د اړيکو مدیر پیام قادري او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ګډون درلود د اراضۍ لوی رياست لخوا کورنیو چارو وزارت او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه
د معلوماتو له مخې د کورنيو چارو وزارت په غوښتنه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د لوګر ولايت چرخ ولسوالی کې په ۴۰ جريبه ځمکه باندې د اداري تعمير د جوړولو په موخه انتقال شوه.
بلخوا د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته دايکندي ولايت میرامور ولسوالی کې ۳۵۱ جريبه ځمکه د دغه ولسوالی د تفصيلي پلان د تطبيق په موخه انتقال شوه.
د دغو ځمکو د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د کورنيو چارو وزارت د محاکمو د اړيکو مدیر پيام قادري او دغه راز د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست د ځمکې د لېږ د تړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ترمنځ لاسلیک شوه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع مرغ تخم‌گذار و وسایل مرغ‌پروری برای خانواده‌های بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۶۳۰ قطعه مرغ تخم‌گذار همراه با ۲۱۰۰ کیلوگرام خوراکه غنی‌شده و وسایل ساخت مرغانچه برای ۲۱. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع زنبور عسل و وسایل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۲۱۵ صندوق زنبور عسل همراه با وسایل کامل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

توزیع وسایل زنبورداری در ولسوالی سیاگرد ولایت پروان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان با همکاری مؤسسه Soba، برای ۱۰۰ تن از زنبورداران در پنج قریه‌ی چهلان، دوآب، قلعچه، دهن زاب و جوی دختر، وسایل زنبورداری توزیع. . .

بازگشت به خبرها