د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۱۰۰۰ تنه بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو.
په دې روزنیز پروګرام کې به ۷۵۰ تنه بزګران او ۲۵۰ تنه مالداران برخه واخلي، چې له دې ډلې څخه ۲۵ ټولنې جوړې شوي دي. په هره ټولنه کې له ۲۰ تر ۳۵ پورې کسان شامل دي، چې د هرې ټولنې غړي په خپل منځ کې یو رییس، یو خزاندار او یو منشي لري، ترڅو د ټولنې مالي او اداري چارې په منظمه توګه پرمخ یوسي.
د دې روزنې موخه خپلمنځي سپما، د کرنیزو اړتیاوو ارزونې، او د اړتیا پر مهال د غړو تر منځ د مالي مرستو پر څرنګوالي تمرکز کوي. د دغې پروسې له لارې به هره ټولنه هڅه وکړي، چې د میاشتني یا کلني سپما له لارې یو مالي صندوق جوړ کړي، تر څو د ټولنې هغه غړي ته مرسته ورکړل شي، چې د کرنیزو چارو لپاره یې اړتیا ډېره وي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې بزګران او مالداران له مالي لحاظه پیاوړي کوي، بلکې دوی ته د متقابل باور، یووالي، او خپلواکۍ احساس ورکوي. له دې سره به بزګران د بهرنیو مرستو پر ځای پر خپل توان او شراکت بسیا شي، چې دا کار د کرنې سکتور په ودې او پراختیا کې مهم رول لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها