د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو پنځه حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳
د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو پنځه حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په پنځو مهمو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو پنځه حوضونه جوړ او نن ورځ رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد حوضونه د څادرګه، تنګي قلا، حاجیانو، ښادیزی او د تنګي غره لمنو په سیمو کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي، چې د کوچیانو د څارویو لپاره د اوبو د ذخیره کولو مهمه پروژه بلل کېږي.
د پروژې مسئول انجنیر نورمحمد همکار وایي، هر حوض ۴۰ متره اوږد، ۳۰ متره سور او ۱.۵ متره ژوروالی لري، چې د مستطیل بڼه یې د اوبو ساتنې ظرفیت لوړوي. د دې پروژې له تطبیق سره به د یادو سیمو کوچیان وکولای شي خپل څاروي له نږدې منابعو څخه اوبه کړي، او له اوږدو مزلونو ځان وژغوري.
انجنیر همکار زیاته کړه، چې د حوضونو د جوړولو چارې په شاوخوا درې میاشتو کې بشپړې شوې، چې په ترڅ کې یې لسګونو تنو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې وه، ترڅو د سیمه‌ییزو خلکو اقتصادي وضعیت ته هم مثبته اغېزه ورسوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د اسلامي امارت له راتګ راهیسې په کندهار کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې، او په ځانګړي ډول لیرې پرتو سیمو ته د اساسي خدماتو رسولو هڅې روانې دي. د دې ترڅنګ، څه باندې یوه اوونۍ وړاندې هم په خاکریز ولسوالی کې د څارویو او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د یو بل حوض د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
یادې پروژې به نه یوازې د کوچیانو او مالدارانو د ستونزو حل ته زمینه برابره کړي، بلکې د اوبو د مدیریت، قدرتي سرچینو د خوندي کولو او د دوامدار کرنیز پرمختګ لپاره هم ګټور ګام وي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

مراسم برافراشتن بیرق در وزارت زراعت برگزار شد


۲۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مراسم برافراشتن بیرق امارت اسلامی افغانستان به مناسبت پنجمین سالروز فتح کابل، با حضور رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در صحن این وزارت برگزار شد.
در این مراسم،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

بازگشت به خبرها