د لغمان دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۱۸
د لغمان دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او د اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره په کتنه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې. 
په دې لیدنه کې د اسلامي پراختیايي بانک چاراکي عبدالقهار امینوف،عطاالرحمن رحمت،حمیدعاطف او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي، د قرغیو ولسوالۍ یو شمېر بڼوال، بزګران او مالداران ګډون درلود.
د کتنې په ترڅ کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او»  له خوا د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د ورکړل شوي مالي او تخنیکي ملاتړ ستاینه وکړه. نوموړي د ولایت اقتصادي وضعیت تشریح کړ او زیاته یې کړه، چې د لغمان ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو دا ولایت له اقتصادي پلوه لا هم له نورو ولایتونو وروسته پاتې ده.
هغه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او اسلامي پراختیایي بانک چارواکو څخه وغوښتل، چې د غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرې، سوداګریزې شنې خونې او بڼونه، د اوبو لګولو شبکې، د سبو او مېوو د پروسس وسایل، په ځانګړې توګه د الینګار او الیشنګ سیندونو ترڅنګ د کبانو فارمونه، د څارویو لپاره متراکمې خوراکې، نسلي وزې او د تبې وقایوي واکسین تطبیق برخه کې مرسته وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول مرستې به د بزګرانو او مالدارانو په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي.
په پای کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او د اسلامي پراختیایي بانک پلاوي د لغمان د کرنې ریاست له مشرتابه څخه د ښې همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په یادو برخو کې به نوې پرمختیایي پروژې تصویب کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها