د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي. یاد کمپاینونه د لوی اختر له څلورمې ورځې راهیسې دوام لري، چې په ترڅ کې یې د فرضي کرښې د کنډکونو مسؤلینو د یو زرو ۶۶۷ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، ځینو کسانو هڅه کوله چې دغه پسونه د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي، خو د سرحدي ځواکونو او مسؤلو ادارو په چټک اقدام دا هڅه ناکامه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د قاچاق په تړاو ځیني کسان هم نیول شوي، چې د لا نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د څارویو قاچاق د سیمې د مالدارۍ سکتور ته جدي زیان رسوي، او د دغې لړۍ د مخنیوي لپاره یې له آمنیه قومندانۍ سره په ګډه هڅې زیاتې کړې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د اختر له را رسیدو وړاندې هم د ۶زره او ۳۲۲ څارویو د قاچاق مخنیوی شوی و.
چارواکي ټینګار کوي چې د دغه ډول غیرقانوني کړنو پر وړاندې به کمپاینونو ته دوام ورکړي، ترڅو د سیمه‌ییزو بزګرانو او مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها