کندهار کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د تیلي نباتاتو کرنې پروژه پرانیستل شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۸:۲۳
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په رهبرۍ، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ او په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا»په مالي ملاتړ، د کندهار په ولایت کې د تیلي نباتاتو د کرنې پروژه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. دا پروژه چې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت لري، د کندهار ولایت په نوروزي څېړنیز فارم کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه تطبیقېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په رهبرۍ، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ او په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا»په مالي ملاتړ، د کندهار په ولایت کې د تیلي نباتاتو د کرنې پروژه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. دا پروژه چې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت لري، د کندهار ولایت په نوروزي څېړنیز فارم کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه تطبیقېږي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال او کفیل الحاج مولوي صدراعظم عثماني، د کندهار د کرنې رییس الحاج مولوي فضل‌الباري فضلي، د ځانګړي ځواک مشر او د کندهار امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس الحاج مولوي نصرت‌الله طلحه، د ټیکا مؤسسې رییس فاضل آکین اردوغان، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې مرستیال رحمان نوردون، د بېلابېلو امارتي ادارو استازي، دکرنې ریاست چارواکو،  د ترکیې یوشمېر متخصصین او ګڼ شمېر کرنیز مسئولین ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه. د کندهار د کرنې رییس الحاج مولوي فضل‌الباري فضلي د پروژې پرانیسته د افغانستان د کرنیز سکتور لپاره مهم ګام وباله. نوموړي له ترکیې هېواد څخه مننه وکړه او څېړنې یې د کرنیز پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې، او له نړۍوالو یې د کوکنارو لپاره د بدیلو نباتاتو د موندلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. همداراز یې له کورنیو پانګوالو وغوښتل، چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي.
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ټیکا مؤسسې له مالي ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې وزارت د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ته ژمن دی او د بزګرانو اقتصادي پیاوتیا په برخه کې د کرنې وزارت رول مهم وباله. هغه د تیلي نباتاتو د کرنې، اصلاح شویو تخمونو، او کیمیاوي سرو اهمیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې سویابین هم د پام وړ کرنیز محصول دی چې پراخې هڅې پرې روانې دي. نوموړي هیله وښوده، چې افغانستان به د کرنې او مالدارۍ له لارې پر ځان بسیا او په راتلونکي کې به واردات کم او صادرات به ډېرشي.
په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» رییس فاضل آکین اردوغان د یادې پروژې له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د نوروزي څېړنیز فارم لپاره به اصلاح شوي تخمونه، سرې او نور تخنیکي وسایل برابر کړي. هغه وویل، چې دا پروژه د کوکنارو لپاره یو مؤثر بدیل کیدای شي، او ټیکا به د تیلي نباتاتو د غوړیو تولید ته هم زمینه برابره کړي.
په پای کې یو شمېر نورو چارواکو هم خبرې وکړې او دغه پروژه یې د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام وباله. مراسم د نبوي بګړۍ پر سر ایښودو، دودیزو رسوماتو او دعا سره پای ته ورسېدل.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها