هلمند کې یوشمېر مالدارانو ته د نسل سمونې په پار سټراګانې ورکول کېږي

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په هڅو او د ډاکار موسسې په مالي مرسته، د دغه ولایت په درې ولسوالیو «کجکي، سنګین او موسا قلعه» کې ۳۰۰ عدده اصلاح شوي د نسل سمونې سټراګاني (سپرمونه) ووېشل شول.
یاد سپرمونه به د مسلکي وترنر ډاکټرانو له خوا مالدارانو ته په وړیا ډول تطبیق شي. د دې برنامې موخه په مالدارۍ کې د نسلونو اصلاح ده، تر څو عصري او باکیفیته نسلونه وروزل شي.
د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو په وینا، دغه سټراګاني په مساوي ډول وېشل شوي، چې هرې ولسوالۍ ته ۱۰۰ عدده رسیدلي دي. مسؤلین هیله لري، چې دا ګام به د مالدارۍ سکتور ته نوې وده ورکړي.