د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې ۵۰۰ کسانو ته د سبو تخمونه او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۱
د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې ۵۰۰ کسانو ته د سبو تخمونه او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ دهدادي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت، د ډبلیو ایچ ایچ مووسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۵۰۰ مستحقو کسانو ته د سبو تخمونه او د څارویو خوراکي مواد ووېشل.
د وېش په یاده لړۍ کې، هر مستحق وګړي ته ۲۲۰ ګرامه د زردکو تخم، ۲۲۰ ګرامه د شلغمو تخم، ۲۲۰ ګرامه د پیازو تخم، ۶۰ ګرامه د بانجانو رومیو تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۳۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۱۶۰ کیلو ګرامه د څارویو لپاره خوراکي مواد ورکړل شول.
د کرنیزو خدمتونو مسؤلین وایي، دغه مرسته د خوراکي خوندیتوب د ښه‌والي، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده. د دوی په وینا، دا ډول مرستې کولی شي د کلیو خلکو په اقتصادي وضعیت کې مثبت اغېز ولري. د سیمې اوسېدونکي د یاد اقدام ستاینه کوي او د ورته نورو برنامو د دوام هیله لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها