خوست ولایت کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مووسسو لسمه غونډه دائره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۵۳
خوست ولایت کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مووسسو لسمه غونډه دائره شوه 

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوي اظهارالدین ابوناصر په مشرۍ د سکتوري ادارو او غیر دولتي مووسسو ترمنځ لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه.  
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته مولوي اظهارالدین ابوناصر د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د تېرې سکتوري غونډې د پرېکړو او اجرااتو ارزونه یې وکړه. نوموړي له مووسسو مننه وکړه چې د وړاندې شویو غوښتنو مطابق یې خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.  
هغه د اوږدمهالو او پایدارو پروژو پر عملي کولو ټینګار وکړ او د ساحو او پروژو په انتخاب کې یې له سکتوري ادارو سره د مخکېنۍ همغږۍ اړتیا یاده کړه، ترڅو د پروژو د تطبیق پر مهال ټولنیزې ستونزې رامنځته نه شي. همدارنګه، نوموړي د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د کېنولو لپاره د مووسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ګډونوالو له خوا ورسره هوکړه وشوه.  
په غونډه کې د کلیو پراختیا، اقتصاد، اوبو او انرژي، استخباراتو او چاپېریال ساتنې ریاستونو استازو هم ګډون کړی و او د تېرې غونډې په څېر یې خپلې ارزونې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. دوی د وخت پابندۍ، د ټولو سکتورونو فعال ګډون، او د ورکړل شویو سپارښتنو پر تطبیق ټینګار وکړ.  
د غونډې یوه مهمه موضوع د ۱۴۰۴ انکشافي پلان و، چې د کرنې او کلیو پراختیا سکتور ۵۸ پروژې پکې شاملې دي. دا پلان د تېرې سکتوري غونډې پر مهال تصویب شوی و. د اقتصاد ریاست استازي انجینر حرمت الله د یاد پلان پر بودیجه او لومړیتوبونو تفصیلي بحث وکړ او د کرنې ریاست د سلاکار، د څارویو روغتیا، کرنیزو چارو، او طبیعي سرچینو آمرینو هم خپلې ارزونې او وړاندیزونه وړاندې کړل.  
همدارنګه، د مووسسو استازو د خپلو کړنو، ستونزو، وړاندیزونو او راتلونکو پلانونو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري ورته پاملرنه وشوه.  
په یاده غونډه کې ان اې سي، اکبر، ټي ال او، او آر ډي، او ایف اې آر آی ان، ډي اې آی، پاملرنې، سي ډي ډي او، آر آر اې اې او ان آر سي او نورو مووسسو استازو ګډون کړی و.  
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د کلیو پراختیا اړوند همکارې مووسسې باید پرته له معقول عذر څخه غونډو ته حاضر شي. همدارنګه، پرېکړه وشوه چې همکارې مووسسې باید له قراردادي شرکتونو سره لاسلیک شوې پروژې مخکې له تسلیمۍ و ارزوي او نواقص اصلاح کړي، ترڅو د مستفدینو ستونزې په راتلونکي کې راکمې شي.  
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پاملرنې مؤسسې استازي انجنیر اکبري د ترسره شویو فعالیتونو پریزینټیشن وړاندې کړ، چې د ګډونوالو له خوا یې مثبت ارزونه وشوه.  
په پای کې د کرنې ریاست سلاکار بهیر ګل صابري د غونډې ارزونه وکړه او د اوږدمهالو او پایدارو پروژو پر جذب یې ټینګار وکړ. غونډه د اسلامي نظام د دوام او د آباد افغانستان د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۶
Background image

برگزاری ورکشاپ سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت فاریاب

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب در مرکز و ولسوالی‌ها، از سوی ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۴
Background image

برای تطبیق کمپاین واکسیناسیون مواشی در بلخ ۹۵ هزار و ۶۰۰ دوز واکسین اختصاص یافت

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ با همکاری اداره خوراک و زراعت ملل متحد «FAO»، برنامه آگاهی‌دهی کمپاین واکسیناسیون طاعون نشخوارکنندگان کوچک، بروسلوز و لمپی‌اسکین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

برنامه آموزشی آمادگی برای کمپاین واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری لمپی‌اسکین در حوزه جنوب‌شرق آغاز شد

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد «FAO» و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، برنامه. . .

بازگشت به خبرها