دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت با رئیس مؤسسه مبارزه با گرسنگی جهان در افغانستان
۳ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیدار با محمد سجاد ساجد رئیس مؤسسه مبارزه با گرسنگی جهان WHH در افغانستان، بر تداوم و تقویت همکاریهای مشترک در راستای توسعه سکتور زراعت و تطبیق برنامههای انکشافی تأکید کرد.
این دیدار در قالب یک نشست هماهنگی و تخنیکی با حضور مسئولان وزارت زراعت و نمایندگان مؤسسات همکار برگزار شد. در این نشست، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت از همکاریها و فعالیتهای مؤسسه WHH قدردانی کرده و بر ادامه همکاریهای دوجانبه برای رشد و توسعه سکتور زراعت کشور تأکید نمود.
در همین حال، محمد سجاد ساجد رئیس مؤسسه مبارزه با گرسنگی جهان در افغانستان، از همکاری وزارت زراعت در زمینه امضای تفاهمنامهها قدردانی کرد و اطمینان داد که این مؤسسه در آینده نیز پروژههای بیشتری را در بخش زراعت افغانستان تطبیق خواهد کرد.
همچنین، مشاور ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت در این نشست تأکید کرد که تمامی فعالیتهای مؤسسات همکار باید بر اساس اولویتها، پالیسیها و استراتژی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تنظیم و تطبیق شود.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل
۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې «ډبلیواچاچ» له رییس محمد سجاد ساجد سره په کتنه کې، د کرنې سکټور د پراختیا او د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو په موخه د ګډو همکاریو پر دوام او لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
یاده کتنه د همغږۍ او تخنیکي غونډې په چوکاټ کې ترسره شوه، چې د کرنې وزارت د مسؤلینو او د همکارو مؤسسو د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د «ډبلیواچاچ» مؤسسې له همکاریو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د هېواد د کرنې سکټور د ودې او پراختیا لپاره یې د دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې«ډبلیواچاچ» رییس محمد سجاد ساجد، د هوکړهلیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه مؤسسه به په راتلونکي کې هم د افغانستان د کرنې په سکټور کې نورې پراختیايي پروژې پلې کړي.
همدارنګه، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست سلاکار په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د ټولو همکارو مؤسسو فعالیتونه باید د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړیتوبونو، پالیسۍ او ستراتیژۍ له مخې تنظیم او پلي شي.
