لغمان د میکانیزه کرکېلي پرلور؛ یوشمېر بزګرانو سره د کرنیزو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۲:۵۰
لغمان د میکانیزه کرکېلي پرلور؛ یوشمېر بزګرانو سره د کرنیزو ماشینونو مرسته وشوه

۱۱مرغومې ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام«WFP» په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تنیکي همکارۍ ددې ولایت د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت له یوشمېر بزګرانو سره د کرنیزو ماشینونو مرسته وکړه.
د لغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې په دغو مرستو کې ټراکټورونه، جنراټورونه او نور اړین کرنیز توکي شامل دي، چې ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند د علي خېلو او باغ میرزا او د یاد ولایت د قرغیو ولسوالۍ د دره لام کلیو پر درېوو ټولنو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې میکانیزه کول دي.
له یادو توکو څخه برخمن شوي بزګران وایي، له کرنیزو ماشینونو او توکو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوي، چې ډېر او باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي.
د دغو توکو په وېش غونډه کې د لغمان مرستیال والي او ددې ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۰
Background image

جلسه هماهنگی ریاست زراعت دایکندی با مؤسسات همکار برگزار شد

۲۳ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و نمایندگان مؤسسات همکار برگزار شد.
در این جلسه، نمایندگان مؤسسات همکار گزارش فعالیت‌ها و برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۲۷
Background image

بازدید رئیس زراعت تخار از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان

۲۳ سنبله ۱۴۰۵  هـوش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، همراه با انجنیر احسان‌الله سراجی متخصص زراعت این ریاست، از فارم زراعتی باغ ذخیره شهر تالقان بازدید و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۴
Background image

حاصلات پسته در بدخشان نسبت به سال گذشته ۲۰ درصد افزایش یافته است

۲۲ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس گزارش آمریت تنظیم منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، حاصلات پسته در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته حدود ۲۰ درصد افزایش یافته است. . .

بازگشت به خبرها