غزني کې پر درې زره او ۶۱۴ بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۰:۱
غزني کې پر درې زره او ۶۱۴ بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل ووېشل شول
۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر درې زره او ۶۱۴ بزګرانو د کرنې اړونده توکي، درمل او تبلیغاتي کتابونه وېشلي دي.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د غزني د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران په خپلو کرنیزو فعالیتونو کې د کرنې ریاست سپارښتنې علمي کړي او نورو بزګرانو سره یې هم شریکې کړي دي؛ ځکه یې ورسره دا مرستې وکړې.
په وېشل شویو توکو کې د ونو د ښاخونو د پرېکولو اره، زینه، د درملو شېندلو لوی او کوچني پمپونه، محافظتي جامې او نور اړین توکي شامل دي. ددې ترڅنګ د یادو بزګرانو د وړتیا لوړلو په پار پر دوی د کرنې اړوند دوه زره او ۴۵۰ توکه کتابونه، چارتونه او بروشورونه وېشل شوي دي. دغه راز د یادو بزګرانو د کروندو دخوندي کولو په پار ۳۰۰ یو لیټره کرنیز درمل هم پر دوی ووېشل شول.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې او بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کرنې او بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې لا ډېر وي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب در وزارت زراعت برگزار شد

۱۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب امارت اسلامی افغانستان، به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل، از آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات  LSD یا بیماری جلدی حیوانات در سطح مرکز و ولسوالی‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی ۶ هزار دهقان برای توزیع گندم بذری اصلاح‌شده در تخار تکمیل شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، روند سروی و شناسایی ۶ هزار دهقان واجد شرایط را به‌منظور توزیع گندم بذری اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی در کمپاین خزانی، با. . .

بازگشت به خبرها