پکتیا کې نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۲
پکتیا کې نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ګډون د ولایت مقام په کچه ګډ پلاوي لخوا ددې ولایت د مرکز ګردیز ښار د مثمر او غیر مثمر نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره کړه.
په یاده څارنه کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ګردیز ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ریاستونو استازو ګډون کړی وو.
ددې څارنې په ترڅ کې د یاد پلاوي لخوا د نیالګیو پلورونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې او ویې وویل، چې، هغه نیالګي چې ددې ولایت له چاپېریال او هوا سره توافق ونلري او یا هم ددې ولایت له تصدیقي قوریو لیبل ونلري باید ونه پلورل شي.
همدارنګه یادونه یې وکړه، چې له نورو ولایتونو د نیالګلیو له انتقال څخه ډډه وکړي او کوم نیالګي، چی په دی ولایت کې نه پیدا کېږي له هغو ولایتونو څخه دې راوړل شي، چې لیبل او ددې ولایت چاپېریال او هوا سره توافق ولري.
په پای کې د ګردیز ښار د نیالګیو پلورونکو څخه تعهد واخسیتل شو چې په راتلونکې کې به د یادو پر اساس نیالګي وپلوري.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل


۵ ثور ۱۴۰۵
در چهارمین روز میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، مولوی شیرمحمد حاتمی (نمبریک)، رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

بازگشت به خبرها