د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۵
د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځانګړې لارښونه او پراختیایي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د دوو خصوصي شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۸۳جریبه ځمکې لپاره د شپږو طبقو کیندنې، لیزر لېول او هموار کاري چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې چارې۲۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د نوروزي فارم ټولټال ځمکه ۴۵۰ جریبه ځمکه ده، د یادې ځمکې څخه به ۱۸۰ جریبه کنده کاري، ۱۰۶ جریبه هموار کاري او د یادو چارو د ترسراوي وروسته به د فارم پاتې ځمکه هم هموار کاري شي.
د کیندنې او هموار کاري چارو لپاره د ماشینري ترڅنګ شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې پکې ۱۵ فني او شاوخوا ۲۵ غیرفني کارکوونکي شامل دي. چې ټولې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کیندنې او هموار کاري موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو د کرنې لپاره ځمکه هواره او برابرشي، کرنیزو فعالیتونو ته اسانتیاوې رامنځته شي، ځمکه اصلاح شي، د فارم د ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه او د ځمکې سطحه منظم او پایښت لرونکی شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها