اروزګان د میکانیزه کرکېلي پرلور؛ د تېلي نباتاتو ننداریزې کروندې جوړ شوي

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۵:۵۹
اروزګان د میکانیزه کرکېلي پرلور؛ د تېلي نباتاتو ننداریزې کروندې جوړ شوي

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي دودولو په برخه کې هلې ځلې کوي ترڅو بزګران د کرنې له نوي کرنیز ټکنالوژۍ سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوا هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي. ددغو هلو ځلو یوه برخه د هېواد په کچه بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې د ننداریزو کروندو جوړول دي.
تجربو ښودلې ده چې، د عصري کرکېلي په برخه کې د بزګرانو عملي روزنه او دوی سره  په دې برخه کې مرسته کولای شي، چې د کروندګرو په حاصلاتو کې پراخ بدلونونه رامنځته او ددې لامل شي، چې په کم لګښت سره ډېر حاصل تر لاسه کړي.
په حقیقت کې ننداریزې کروندې بزګرانو له پاره ښوونیز او تجربوی صنفونه دي، چې په استفادې سره یې بزګران په خپل مینځ کې د تجربو شریکولو سربېره کولی شي، چې د کرنې په نویو او عصري میتودونو ځان پوه کړي.
د نورو ډېرو ولایتونو ترڅنګ د اروزګان ولایت هم دکرکېلې لپاره مناسبه چاپېریال، اوبه او هوا لري. په وروستیو کالو کې ددې ولایت بزګران او اوسیدونوکو، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د پراخو بدلونونو شاهدان دي. دا بدلونونه ددې لامل شوې، ترڅو د اروزګان اوسیدونکي او بزګران د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ نويو لارو چارو سره بلد شي او دا زده کړي، چې څنګه له لږو ځمکو ډېرحاصل ترلاسه کولی شي.
اروزګان ګڼ کرنیز محصولات، ډول ډول مېوې او د مالدارۍ لبني توکي لري، چې د یاد ولایت د وګړو تر ټولو زیاتې بوختیاوې او اړتیاوې له دې لارې پوره کېږي، چې د پراختیا او ملاتړ په پار یې د کرنې ریاست ګڼې برنامې او پروګرامونه هم پلي کړي دي، چې له هغې ډلې یو هم د تېلي نباتاتو ننداریزې کروندې دي، چې د یاد ولایت په ګڼو برخو کې جوړې شوي دي.
د تېلي نباتاتو د ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د بزګرانو هڅونه، د حاصلاتو زیاتوالی او د بېلابېلو نباتاتو د عصري کښت دودول دي، چې د اروزګان ولایت د کرنې ریاست یې په پار سږ کال هم ګڼې د تېلي نباتاتو په ځانګړي توګه د کونځلو ننداریزې کروندې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په شرایطو برابرو کروندګرو ته جوړ کړي دي.
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېلي نباتاتو د کروندو د پراختیا په پار یې هڅې چټکې کړي دي او په پار یې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او چنارتو، شهید حساس او دهراود ولسوالیو کې ۱۰ د کنجدو( کونځلو) ننداریزې یو جریبه کروندې جوړ کړي دي، چې له هغې ډلې یېڅلور په مرکز ترینکوټ،دوه په چنارتو،دوه په شهید حساس، او دوه په دهراود ولسوالیو کې جوړ کړي دي.
او تر څنګ یې د یادو ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه کروندګرو ته د کښت او سمې ګټې اخېستنې په موخه هر اړخیزه عامه پوهاوی او په ټوله کې د کر څخه تر حاصل ټولولو پورې پر ټولو برخو کې روزنې هم ورکړل شوي دي، تر څو له خپلو جوړو شویو ننداریزو کروندو څخه سمه ګټه واخلي.
ددغو ننداریزو کروندو د جوړولو څخه د کرنې وزارت موخه د تېلي نباتاتو کرکېلي ته د بزګرانو هڅول، د ارزښت لرونکو نباتاتو تولید، د یادو تېلي نباتاتو د حاصلاتو زیاتوالی او د دغو نباتاتو د عصري کښت دودول دي.
د تېلي نباتاتو د کروندو څخه برخمن شوي کروندګر هم د اروزګان د کرنې ریاست څخه خوښ دي، چې د اړینو نباتاتو د پراختیا په موخه یې ورته ننداریزې کروندې جوړې کړي دي.
صدیق الله د اروزګان مرکز ترینکوټ د باقر کاریزسیمې اوسېدونکی بزګر دی، چې له تېرو ۱۵ کالو د خپلو کروندو د حاصلاتو له لارې دخپل کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، هغه وایي، چې د کرنې ریاست له لورې ورته ننداریزه کرونده جوړه شوې ده، چې نورو کروندو ته په کتو یې خورا ښه پایله ورکړې ده.
د نموړي په وینا د یادې ننداریزې کروندې څخه یې ګڼو کلیوالو بزګرانو هم لیدنې درلودې او تر څنګ یې د کرنې او حاصلاتو راټولو اړینې لارې چارې هم زده کړي دي، چې نورو کالونو ته په کتو یې حاصلات ورسره ښه شوي دي.
دغه راز د چنارتو ولسوالۍ کروندګر محمد داوود هم هغه بزګر دی، چې د اروزګان د کرنې ریاست له خوا ورته د کونځلو او زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوی دي.
هغه وایي، خوښ دی چې د کرنیزو محصولاتو د پراختیا له پاره د اړینې کروندې څښتن شوی دی. نموړی وایي، چې د یادې کروندې د جوړېدو تر څنګ یې ګټوره روزنه هم لیدلي ده، چې د نورو محصولاتو په پرتله یې بیې او حاصل هم غوره دی.
د اروزګان په ولایت کې د تېلي نباتو ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو لکه غنم، شولې، شړشمو، کونځلو، زغرو، لمرګل، زعفران او نورو کرنیزو محصولاتو ننداریزې کروندې هم جوړ شوي دي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د دوی د محصولاتو کیفیت ورسره ښه او لګښتونه یې ټیټ شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، په راتلونکې کې هم په پلان کې لري، چې د کرنیزو محصولاتو د پراختیا په پار ننداریزې کروندې جوړ کړي، تر څو د یاد ولایت کرنیز سکتور پیاوړی او د کروندګرو ستونزې راکمې کړي.
په ننداریزو کروندو کې تر ټولو لومړی، بزګران په عملي او ډاډمن ډول د هوارې یا لایزر شوې ځمکې په اهمیت پوهیږي. هغوی د هوارې یا لایزر شوې ځمکې ګټې په خپلو سترګو په عملي بڼه ویني او تجربه ترلاسه کوی. په هواره ځمکه کې کرکېله خورا ګټې لري تر ټولو ښه او مهمه ګټه یې د اوبو د ضایعاتو مخنیو دی، ددې ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو په لګښت کې کموالی یې بله مهمه ګټه او تر ټولو غوره دا چې د کرونده لګښتونه لږ او محصولات یې د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېریږي. دغه راز د نباتاتو په حفاظت، دناروغیو او آفتونو په مبارزه، د هرزه بوټو په لرې کولو او د نباتاتو په درمل شېندلو کې آسانتیاوې رامنځته کېږي او ننداریزې کروندې جوړول ددې زمینه برابروی، چې کروندګر له دودیزې کرنې لاس واخلي او عصري کرنې ته مخه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

سفر رییس انسجام و جمع آوری عشر وزارت زراعت به ولایت جوزجان 

۷ اسد  ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی نصرالله مظهری رییس انسجام و جمع آوری عشر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نظارت و بررسی از روند جمع آوری عشر و زکات به ولایت جوزجان سفر کرده است.
این هیئت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۴
Background image

نظارت از ادویه فروشی و کلنیک‌های حیوانی ولسوالی فیض آباد ولایت جوزجان

۷ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
از کلینیک‌های سکتور خصوصی، استیشن‌های القاح مصنوعی، ادویه فروشی‌های حیوانی و فارم‌های مرغداری ولسوالی فیض آباد ولایت جوزجان نظارت و کنترول بعمل آمد.
کارمندان ریاست زراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

موسسه افغان اید پروژهای زراعتی و آبیاری‌اش را با وزارت زراعت شریک ساخت

طی جلسه‌ای در وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت مسوولان  موسسه افغان اید طرح تطبیقی پروژهای‌شان را در بخش زراعتی، آبیاری و سایر بخش‌های مرتبط به. . .

BACK TO NEWS