کندز کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۱:۲۶
کندز کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۲۱ زمری ۱۳۹۹
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو د یوشمېر کانالونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د دوو کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کندز د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لاندې کوکچې د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې (LKISP) له خوا د امام صاحب او دشت ارچې په ولسوالیو کې د اوبولګولو د دویمې درجې د یو شمېر کانالونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د یونس او جمالي د اوبولګولو د کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه کانالونه، چې ۱۳ کیلو متره اوږدوالی لري، په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي. د دغو کانالونو د رغولو ټولیز لګښت ۱۲ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پرختیایي بانک له خوا تمویل شوي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه زر هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه اوه زره او ۶۰۰ کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
له دغو کانالونو یوتن برخمن بزګر د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی انځرګل وایي: « پخوا موږ د کرنیزو اوبو په برخه کې ګڼې ستونیزې درلودې، خو کله چې یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوې زموږ لري پرتو کروندو ته اوبه په آسانۍسره رسیږي او د حاصلاتو په کچه کې مو خورا زیاتوالی راغلی دی.»
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۰
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د خوست ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د تڼیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د آفرین مؤسسې د KH01. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍرييس په مشرۍ پلاوی زابل ولايت ته سفر وکړ 

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  رييس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ پلاوی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۲۲۱۴ مټریک ټنو ته رسېږي؛ د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال به د دې ولایت له کرل شوو بڼونو څخه به د اټکل له مخې ۲۲۱۴ مټریک ټنه د مالټو حاصل. . .

بازگشت