میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سمون ریاست له لوري په میدان وردګو ولایت کې د بزګرانو د روزنې پروګرام ترسره شو.
دغه روزنیز پروګرام د میدان وردګو ولایت په مرکز او د چک، سیداباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې پلي شوی، چې په ټولیز ډول ۶۰۰ تنو بزګرانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په کې ګډون کړی دی. د پروګرام په ترڅ کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د سیمو د زیان‌مننې د کچې د ارزونې په موخه ساحوي معلومات هم راټول شوي او د چټک او پر وخت د خبرتیا د سیستم د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شوې ده.
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډونوالو ته پر کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د اقلیمي بدلونونو له عواملو او اغېزو، او همدارنګه له اقلیمي بدلونونو سره د سازښت له لارو چارو څخه معلومات ورکړل شول. د مقاومو تخمونو کارول، عصري اوبولګونه، د اوبو د سرچینو مدیریت، د اوبو د زېرمو جوړول، د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه او د مناسبو کرنیزو طریقو مراعاتول هغه مهم موضوعات وو چې په دغو روزنو کې پرې بحث وشو.
د راټولو شویو معلوماتو او موندنو پر بنسټ، د کرکېلې د موسم بدلون، د ورښتونو کمښت او بې‌نظمي، د تودوخې درجې زیاتوالی، وچکالي، د واورې کمښت او د اوبو د سرچینو کمښت د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي. دغو عواملو د دغه ولایت پر کرنیزو تولیداتو، بڼوالۍ، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پام وړ اغېزې کړې دي.
د پروګرام په پای کې د بزګرانو پر پوهاوی د لا زیات تمرکز، د اوبو سرچینو او څړځایونو د غوره مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدونکو کرنیزو لارو چارو د کارولو او د سیمه‌ییزو ټولنو د ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیان‌مننې کچه راکمه او د ټولنو د مقاومت وړتیا لوړه شي.

آموزش ۶۰۰ دهقان در میدان وردک برای سازگاری با تغییرات اقلیمی
۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی دهقانان به منظور سازگاری سکتورهای زراعت و مالداری با تأثیرات تغییرات آب‌وهوایی و افزایش تاب‌آوری آنان از سوی ریاست سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی  در ولایت میدان وردک برگزار شد.
این برنامه در مرکز ولایت و ولسوالی‌های چک، سیدآباد، نرخ و جلریز تطبیق شده و در مجموع، ۶۰۰ تن از دهقانان و باشندگان محلی در آن اشتراک کردند. در جریان این برنامه، معلومات ساحوی نیز به منظور بررسی میزان آسیب‌پذیری مناطق در برابر تغییرات اقلیمی جمع‌آوری شد و زمینه ایجاد سیستم هشداردهی سریع و به‌موقع فراهم گردید.
در این برنامه‌های آموزشی، اشتراک‌کنندگان با عوامل و پیامدهای تغییرات اقلیمی بر زراعت، باغداری و مالداری و همچنان راهکارهای سازگاری با آن آشنا شدند. استفاده از تخم‌های مقاوم، آبیاری نوین، مدیریت منابع آب، احداث ذخایر آب، حفاظت از جنگل‌ها و مراتع و رعایت روش‌های مناسب زراعتی از جمله موضوعات مطرح‌شده در این برنامه‌ها بود.
بر اساس یافته‌های جمع‌آوری‌شده، تغییر فصل کشت، کاهش و بی‌نظمی بارندگی، افزایش درجه حرارت، خشکسالی، کاهش برف و کمبود منابع آب از مهم‌ترین چالش‌های باشندگان میدان وردک عنوان شده است. این عوامل تأثیرات قابل توجهی بر تولیدات زراعتی، باغداری، مالداری و منابع طبیعی این ولایت داشته است.
در پایان، بر افزایش آگاهی دهقانان، مدیریت بهتر منابع آب و چراگاه‌ها، استفاده از روش‌های زراعتی سازگار با تغییرات اقلیمی و تقویت ظرفیت جوامع محلی به منظور کاهش آسیب‌پذیری در برابر پیامدهای تغییرات اقلیمی تأکید شد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات ۱۱۱۵ مټریک ټنه اټکل شوي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۲۰
Background image

ننګرهار ولایت کې ١٨٠٠ کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره دسبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

بازگشت