ځنګلونه

جنگل‌ها

ځنګلونه د کرنې وزارت یوه کلیدي برخه ده. تر دې مهال پورې  ټولټال یو ملیون او ۷۸۰ زره هکتاره ځمکه په افغانستان کې په ځنګلونو پوښل شوې ده.
له کورنۍ جګړو مخکې د افغانستان د ځنګلونو شمیر یو ملیون او ۹۰۰ زره هکتاره بې میوې او ۴۵۰ زره هکتاره یې میوه لرونکې وه په کورني جنګونو کې د افغانستان ځنګلونو ته د پام وړ زیانو ولیدل  که څه هم په ۱۳۸۱یم کال کې د هېواد ځنګلې سیمه یو ملیون او ۳۴۰ زره هکتاره ځمکه اټکل شوې وه.
خوشبختانه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو ریاست  د برنامو او کړنو په پایله کې له ۱۳۸۱یم کال څخه را وروسته یوملیون او ۷۸۰ زره هکتاره ځمکې ته لوړه شوې ده. د کرنې وزارت د ځنګلو ریاست د پلان او برنامو له مخې اټکل شوې چې د ځنګلونو یاد شمیر تر ۲۰۳۰ م میلادي کال پورې یوملیون او ۹۰۰ زره هکتاره ځمکې ته ورسوي.
د کرنې وزارت د ځنګلاتو ریاست، د محلي ټولنې مشارکت پر بنسټ په  دوامدار توګه د ځنګلونو ساتلو لپاره، بیارغونې، کارونې ، محلي ارزښت ور زیاتولو او سیلاب مدیریت لپاره د انعطاف وړتیا ، د اقلیم بدلون ته توافق او د کلیوالي او نیمه ښاري ټولنې پراختیا ، د ټولنې پرمختیایی برنامې، د ځنګلونو د قوریو جوړول، د ځنګلي نیالګیوایښودل ، د ځنګلونو ساتنه او  د ځنګلونو ساتنې اتحادیې رامینځته کول ، د ځنګلونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیاتول ، د ځنګلونو  ښوونې برنامې پلي کول، په کابل او ولایتونو کې یې د سېموزرغونې کول (کمربند سبز) عملي کړې دي.

شعارونه او انځورونه:

جنگل ها

 

جنگل

 

سندونه او اړیکي:

۱۳۹۹یم کال پسرلي کې د نیالګیو ایښودلو تخنیکي پلان
۱۳۹۹یم کال  پسرلي کې د نیالګیو ایښودلو عملیاتي پلان
د ۱۳۹۹یم کال  نیالګیو ایښودلو د کمپاین طرحه
د نیالګیو د ایښودلو لارښونه
ولایتونو ته په کتو سره د طبیعي او مصنوعي ځنګلونو جدول
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او نیال غوښتونکو ادارو هوکړه لیک
د میاوکي ترویج لپاره د پرتلنې لیست
په سیمه کې د ایښودل شویو نیالګیو د حالت اوڅارنې لیست
۱۳۹۹یم کال کې د کابل زرغون کمربند په سېمه کې نیالګیو ایښودلو کمپاین
د نیالګیو ایښودلو تخنیکې لارښونه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو ریاست
د ځنګلونو چارو د ساتلو قانون
د ښکار او وحشي ژویو د ساتنې قانون
د ځنګلونو، بوټو او فرعي سکتورونو لپاره پالېسي  او ستراتېژي جوړول
د ځنګلونو ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د لاسته راوړنو او کړنو لنډیز
د ځنګلونو ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د پرمختیایې کړنو پلان
کرنې وزارت کې د غرونو نړیوالي ورځې لمانځل
د نیالګیو ایښودلو د کمپاین بروشرونه