کندز کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
Tue, Aug 11 2020 11:26 AM
کندز کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۲۱ زمری ۱۳۹۹
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو د یوشمېر کانالونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د دوو کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کندز د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لاندې کوکچې د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې (LKISP) له خوا د امام صاحب او دشت ارچې په ولسوالیو کې د اوبولګولو د دویمې درجې د یو شمېر کانالونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د یونس او جمالي د اوبولګولو د کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه کانالونه، چې ۱۳ کیلو متره اوږدوالی لري، په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي. د دغو کانالونو د رغولو ټولیز لګښت ۱۲ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پرختیایي بانک له خوا تمویل شوي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه زر هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه اوه زره او ۶۰۰ کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
له دغو کانالونو یوتن برخمن بزګر د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی انځرګل وایي: « پخوا موږ د کرنیزو اوبو په برخه کې ګڼې ستونیزې درلودې، خو کله چې یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوې زموږ لري پرتو کروندو ته اوبه په آسانۍسره رسیږي او د حاصلاتو په کچه کې مو خورا زیاتوالی راغلی دی.»
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS