کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، په دغه وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د چاپیریال ساتنی اداری مرستیال، د کرنې وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، د ځنګلونو رییس مولوي حسین احمد خورشید، د ملي دفاع وزارت او استخباراتو استازو او د کرنې سکټور سلاکارانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال، د کمېټې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې خپل طرحې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي.
ورپسې د کمېټې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د ځنګلونو د ساتنې، د ونو د غیرقانوني پرېکولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې د اړوندو ادارو ترمنځ د کاري همغږۍ او اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همداراز، په غونډه کې په ولایتونو کې له حکومتي مسؤلینو او ځنګلبانانو سره د ناستو او خبرو اترو د ترسره کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، څو د ځنګلونو د ساتنې بهیر لا ښه او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځته شي.
غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
Background image

دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

بازگشت