دکرنې او مالدارۍ مرستیال دبغلان دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۴:۱۹
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دبغلان دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

٢۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال چې د بغلان ولایت دکرنې عمومي وضعیت ارزونې او د دې ولایت د بزګرانو او مالدارانو دستونزو حلولو په پار بغلان ولایت ته سفر کړی دی د بغلان ولایت دکرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
په پیل کې د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محراب الدین بلال بغلان ولایت ته د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د کرنې وزارت د پلاوي د سفر هر کلۍ وکړ او ددې ریاست د کړنو لنډ راپور او طبیعي سرچینو او څېړنیزو فارمونو د تجهیز او اکمال په برخه کې د بنسټیزو پروژو د طرحې وړاندیز، د اوبولګولو پروژو پلي کول، د معیاري سړوخونو جوړول او د لبنیاتو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړولو په برخه کې طرحې وړاندې کړل، چې کولای شي، چې دکرنې او مالدارۍ، دکرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت، کارموندنې، خوړو خوندیتوب، تل پاتې کرنې  په برخه کې  اساسي رول ولوبوي.
ملک میر حمزه د کوچیانو په استازیتوب او د بغلان د کروندګرو په استازیتوب حاجي جمعه د بغلان په ولایت کې د بزګرانو او مالدارانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې، او دخپلو ستونزو د حل په پآر دکرنې زوارت د پاملرنې غوښتونکي شول.
ورپسې د بغلان ولایت د چرګانو روزنې د ټولنې مرستیال ډاکټر جمالدین بدر هم ددې ټولنې پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې دکرنې وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل، چې ددې صنعت کارکوونکو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال د دوی د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو د هوارولو په پار لازې لارښوونې وکړې او ویې ویل، چې د بغلان په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې چارې دې په جدي توګه ترسره کړي او د بوټو ساتنې کارکوونکو ته اړین درمل په واک کې ورکړي، ترڅو دوی په بېړنیو حالاتو کې وکولای شي، چې پر خپل وخت لاس په کار شي او د افتونو او ناروغیو د ګواښونو کچه ټیټه کړي.
دغه راز دکرنې او مالدارۍ مرستیال په دې ولایت کې دکرنې او مالدارۍ سکټور کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په پار د شته امکاناتو په کارولو سره د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان ریاست زراعت بغلان
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به هدف بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقانان و مالدارن به ولایت بغلان سفر کرده با رئیس و کارمندان زراعت بغلان دیدار کرد.
ابتدا قاری محراب الدین بلال  رئیس زراعت ولایت بغلان از سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت بغلان جهت حل مشکلات دهقانان و مالدارن این ولایت استقبال کرده گزارش مختصر دستاوردها را بیان کرده و  پیشنهادات طرح و دیزاین پروژه‌های بنیادی دربخش اکمال و تجهیز فارم‌های تحقیقات زراعتی و منابع طبیعی، تطبیق پروژه های آبیاری، ایجاد سردخانه‌های معیاری و ایجاد مراکز پروسس لبنیات و میوه جات را که می‌توانند تقش اساسی درتولید، زنجیره ارزش محصولات زراعتی، اشتغال زایی، مصونیت غذایی و زراعت پایدار دراین ولایت دارند به معین زراعت و مالداری پیشکش نمودند.
به نمایندگی از کوچی ها ملک حاجی میرحمزه و به نمایندگی از زارعین بغلان حاجی محمد جمعه روی چالش‌های فراراه مالداران و زارعین در ولایت بغلان صحبت نموده، خواهان توجه مسولان وزارت زراعت در حل مشکلات شان گردید.
متعاقباً داکتر جمال الدین بدر معاون اتحادیه مرغداران ولایت بغلان نیز راجع به فعالیت و چالش‌های این اتحادیه صحبت نموده از رهبری وزارت زراعت خواست تا دست اندر کاران این صنعت را همکاری کنند.
 در همین حال معین زراعت و مالداری پس از استماع پیشنهادات و مشکلات دهقانان و مالدارن به مسولین مربوطه هدایت دادند تا  مشکلات موجود فرا راه مجادله علیه آفات نباتی خاصتاً مجادله علیه ملخ در ولایت بغلان را جدی درنظر گرفته و ادویه لازم را دراختیار کارمندان بخش حفاظه نباتات قرار دهند تا آنها بتوانند درحالت‌های اضطرار به موقع عمل نموده و سطح خساره ازناحیه آفات وامراض را کاهش دهند.
همچنان معین زراعت  و مالداری تعهد رهبری وزارت زراعت در برچیدن مشکلات در سکتور زراعت و مالداری درین ولایت در حدود امکانات دست داشته اطمینان داد.
در جریان این دیدار مفتی ذاکرالله رئیس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی، انجینیر عبدالغفور غفاری رئیس صندوق وجهی انکشاف زراعت ADF، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق تخم‌های بذری، مولوی گل حضرت عماد مشاور معین زراعت و مالداری، حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت