د کابل په نړیوال نندارتون کې دکرنې وزارت د رییسانو ګډون
٢۵ غویی ۱۴۰۲ه.ش
٢۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوشمېر رییسانو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په پار دکابل نړیوال نندارتون کې د ګډون په ترڅ کې په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو او نورو کورنیو محصولاتو غرفو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رییسانو د کابل نندارتون څخه د لیدنې پرمهال، چې د کابل حضوري چمن کې په لاره اچول شوی دی د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او دوی ته یې دکرنې وزارت په کچه دهر ډول همکاریو ډاډ ورکړل.
د کابل نندارتون د صنعت اوونۍ په مناسبت او د کورنیو محصولاتو بازارموندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د سوداګر ترمنځ د اړیکو ایجادولو او دکورنیو تولیداتو پېژندنې په پار دائره شوې ده.
اشتراک روئسای وزارت زراعت در نمایشگاه کابل
۲۵ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
شماری از رئسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حمایت از تولیدات داخلی در نمایشگاه بین الملی کابل اشتراک ورزیده و از غرفه های محصولات زراعتی سایر محصولات داخلی در این نمایشگاه بازدید کردند.
رئسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان بازدید و خریداری از نمایشگاه کابل که در ساحه چمن حضوری کابل برگزار شده نظریات و پیشنهادات تجار و فروشنده گان محصولات زراعتی و مالداری را استماع نموده و اطمینان هرنوع همکاری در حیطه امکانات وزارت زراعت برای شان سپردند.
نمایشگاه بین الملی کابل به مناسبت هفته صنعت و به هدف بازاریابی محصولات داخلی، حمایت از سرمایهگذاران ملی، ایجاد ارتباط میان تاجران و معرفی تولیدات داخلی برگزار گردید.