دکرنې وزیر د افغان اېډ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۳۷
دکرنې وزیر د افغان اېډ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د افغان اېډ(Afghan Aid) مؤسسې رییس چارلس ډیوي او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې د کتنې په ترڅ کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري وول: «راځئ، چې افغانستان ته اساسي پاملرنه وکړو، د افغانستان د کوکنار او هېرویین ځپلې برخې څخه د صادراتي مېوو او پاکې هوا برخه جوړه کړو، اوس موږ ژمن یو، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ستر بدلونونه رامنځته کړو، او ۴۰ کلنه جګړه ځپلی افغانستان پر اباد او زرغون افغانستان بدل کړو».
ښاغلی عمري زیاته کړه: «د کرنې اړوندې مؤسسې دې له سیاسي مسایلو ور هاخوا باید خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، د حاصلاتو له تولید تر صادرولو، د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا، د اوبو مدیریت او د کرنې معیاري کول زموږ اساسي موخې دي».
هغه دغه راز د پیسو پر حیف او میل کولو او په سمه توګه د پروژو پر نه پلي کولو نیوکه وکړه او د مؤسساتو له خوا پر ځآی د مرستو او پیسو پر لګولو ټینګار وکړ. 
دغه راز په دې کتنه کې د افغان اېډ مؤسسې مسوول چارلس ډیوي وویل: «په افغانستان کې نږدې اته فعالې پروژې لرو، او یوه نوې پروژه هم پیلېږي، اوسمهال موږ په نېغه په څلورو ولایتونو کې فعالیت لرو او په ټول افغانستان کې ۷۵۰ کارکوونکي لرو، زموږ ډېری پروژې کرنیزې پروژې دي.»
چارلس ډېوي د سرپل، جوزجان، غور، دایکندي او سمنګان په ولایتونو کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د نوې پروژې د پیل خبر هم ورکړ.
په دې لیدنه کې د افغان اېډ (Afghan Aid) مؤسسې د بهرنیو اړیکو مسوول کرس کنډل، د پلاوی غړی جیمز او دکرنې او مالدارۍ برخې مسوول حضرت الله هم شتون درلود.
د افغان اېډ مؤسسه (Afghan Aid) له ډېرو کلونو را په دې خوا د اوبو، کرنې، پېښو، اقلیمي بدلونونو، روغتیا او معارف په برخه کې کار کوي. د اوږد او لنډ مهالو پروژو پلي کول، له پېښو سره مبارزه، د معیشیت برنامې، دکرنې او مالدارۍ پروژې او پراختیایي پروژې پلي کول په افغانستان کې ددې مؤسسې له فعالیتونو څخه دي.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان موسسه افغان اید
۲۰ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با چارلس دیوی رییس موسسه  افغان اید (Afghan Aid) ، و هیئت همراه شان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار گفت" بیایید به افغانستان توجه اساسی نماییم، از بخش افغانستان هیرویین و کوکنار زده به بخش پر از میوه‌جات صادراتی و هوای صفا بسازیم، حالا ما مصمم هستیم تا تغیرات در بخش زراعت و مالداری بیآوریم و افغانستان چهل‌ساله جنگ‌زده را به افغانستان سرسبز مبدل بسازیم."
 آقای عمری افزود "موسسات زراعت را به دور از مسایل سیاسی حمایت نمایند، از تولید تا صادر حاصلات، حفاظت از جنگلات و گسترش آن‌ها، مدیریت آب‌ها، و معیاری‌سازی زراعت از اهداف پایدار ما است".
وی همچنان  از حیف میل ساختن پول و درست تطبیق نشدن پروژه‌ها انتقاد کرده و خواهان بجا مصرف شدن پول و کمک توسط موسسات شد.
چارلس دیوی، مسول دفتر افغان اید در این دیدار گفت:« حدود هشت پروژه فعال در افغانستان داریم، و یک پروژه جدید دیگر نیز آغاز می‌شود، ما در در حال حاضر در چهار ولایت به‌شکل مستقیم فعالیت داریم، و 750 کارمند در سراسر افغانستان داریم، عمدتا اکثریت پروژه‌ها زراعتی است».
چارلس دیوی  از آغاز یک پروژه جدید در ولایت‌ها سرپل، جوزجان، غور، دایکندی و سمنگان در بخش زراعت و مالداری نیز خبرد داد.
 در این دیدار کرس کندل مسوول ارتباط خارجه، جیمز عضو هیئت و حضرت الله مسوول بخش زراعت و مالداری موسسه افغان اید (Afghan Aid) نیز حضور داشتند.
موسسه افغان اید (Afghan Aid) در بخش‌‌های آب، زراعت، حوادث، تغییرات اقلیمی، صحت و معارف از سال‌‌های دور تا اکنون کار می‌کند. تطبیق پروژه‌های درازمدت و کوتاه مدت، مبارزه با حوادث، برنامه‌های معشیت، زراعت و مالداری و پروژه‌های انکشافی از فعالیت‌های این موسسه در افغانستان می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۸:۴۹
Background image

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد کې بزګرانو ته د عضوي سرو وېش

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالی کې، د کرنې ریاست په همغږۍ د سټارز مؤسسې له‌خوا ۶۰ بزګرانو ته عضوي سره ووېشل شوه. هر بزګر ته د شپږ بوجیو په اندازه سره ورکړل شوه، چې هره بوجۍ ۵۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

بازگشت