د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۹
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دعوت او بېرته يوځاي کېدلو رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ریاست الوزراء اداري معاونیت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې دارالانشاء عالي کمیسیون په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د سرپل ولايت سید آباد ولسوالی کې په ۱۲۱۲.۲ جريبه ځمکه باندې د کډوالو د ښارګوټي د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دعوت او بېرته يوځاي کېدلو رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

کندهار کې نږدې ۸۰۰ قاچاقي پسونه ونیول شوه

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په سپین بولدک او ریګستان ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست، امنیه قومندانۍ او سیمه‌ییزو مسؤلینو په همغږۍ، د ۷۹۰ قاچاقي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د اصلاح شوي تخم وېش

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د تېرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

کندهار کې د شېدو ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت