د پکتیکا دکرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو سره وکتل
۲۹ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري د اکشن اېډ مؤسسې له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د پکتیکا دکرنې رییس ددې ولایت دکرنې او بڼوالۍ سکټور په هکله خبرې اترې وکړې او په دې برخه کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د پکتیکا دکرنې رییس ته د هراړخیز همکاریو ډاډ ورکړ.