پاکستان ته په غير قانوني ډول د پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۵۰
پاکستان ته په غير قانوني ډول د پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د معروف په ولسوالی کې د دوه زره او ۵۱۵ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې، چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدېدل.
د دوی په خبره په دې تړاو کسان نیول شوي دي او د لازیاتو څېړنیو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې میاشت مخکې هم په یاده ولسوالی کې سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
باید وویل شي،هېڅوک حق نلري چې په غير قانوني ډول مالونه نورو هېوادونو ته ولېږدي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
Background image

غزني کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نهه زره بچې روزل کېږي

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو. . .

بازگشت