هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نهه زره بچې روزل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۱۴
هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نهه زره بچې روزل کېږي

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور د کب روزنې د یو شرکت له لوري نهه زره د کبانو بچي د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو چې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښؤنې سره سم فارمونو ته واچول شول. 
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت