د کرنې وزارت د بوټې ساتنې او قرنطین نوی رییس معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۹:۱۹
د کرنې وزارت د بوټې ساتنې او قرنطین نوی رییس معرفي شو

د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ محمد ادریس حنفي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین د رییس په توګه  تر ګمارنې وروسته ددې ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
دهغه پروګرام په ترڅ کې، چې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین نوی رییس او ددغه وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، دکرنې وزارت د مقام د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید له خوا د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء حکم تر لوستنې وروسته محمد ادریس حنیفي رسما د بوټوساتنې او قرنطین رییس په توګه ددې ریاست کارکوونکو ته ور پېژندل شو. 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې انجنیر عتیق الله مسلم دکرنې وزارت د بوټوساتنې او قرنطین درییس په توګه دنده ترسره کوله.

معرفی رییس جدید حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت 
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان محمد ادریس حنفی به عنوان رییس جدید حفاظه نباتات و قرنطین این وزارت تعیین و به کارش آغاز کرد.
طی برنامه‌ای که به منظور معرفی رییس جدید حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت با حضور شماری از روئسا و کارمندان آن اداره برگزار شده بود محمد ادریس حنفی به گونه رسمی با قرائت حکم رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان از سوی ملا حسین احمد خورشید رییس دفتر مقام وزارت زراعت به کارمندان آن اداره معرفی شد.
این در حالی است که پیش از این انجنیر عتیق الله مسلم مسوولیت ریاست متذکره را به پیش می برد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو باصلاحیته پلاوی، چې مشري یې د یاد وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کوله د روزګان ولایت ته سفر وکړ، څو د څلورو چک‌ډېمو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۰
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۵۸
Background image

کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت. . .

بازگشت