د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ارزښت لوړنې او د بدیل معیشت طرحه دکرنې وزیر ته وړاندې شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۰:۳۸
د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ارزښت لوړنې او د بدیل معیشت طرحه دکرنې وزیر ته وړاندې شوه

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ارزښت لوړنې او د بدیل معیشت پنځه کلنه طرحه چې د کرنې وزارت د کارپوهانو له خوا جوړه شوې ده، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ته وړاندې شوه.
د کرنې وزارت له رییسانو او کارپوهانو څخه جوړه شوې کمېټه چې ددغې طرحې د ترتیب او وروستي کولو مسوولیت په غاړه درلود، ددغې طرحې د وړاندې کولو په غونډه کې حضور درلود او دغه طرحه د کرنیزو چارو سلاکار میرویس خوګیانی له خوا د پریزنټېشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه.
د بدیل معیشت د پنځه کلنې اسټراټیژۍ طرحه د کرنې وزارت له خوا د عالیقدر امیرالمؤمین حفظ الله د فرمان پراساس د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښک لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی، چې د بزګرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په پار دکرنې، مالدارۍ،اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې د بدیل معیشت پروژې، د کوکنارو د کرکیلې دایمې کمول او له منځه وړول او مشروع او متنوع محصولاتو کښت ته د بزګرانو هڅول په کې شامل دي.
د دې طرحې د وړاندې کولو پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یادې طرحې د غني کولو په موخه خپل نظریات شریک کړل، تر څو په متن کې شامل شي.
وروسته له دې، چې دغه طرحه د رییس الوزرء اداري مرستيالۍ اداري کمېسيون ته وړاندې شوه، یاد کمېسيون ددې طرحې د غني کولو او ښه والي په پار ځانګړې نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري ددې طرحې د سمون او وروستي کولو په موخه ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارله، چې یاده طرحه اصلاح او نهايي کړي.

ارائه طرح معیشت بدیل و زنجیره ارزش افزایی محصولات زراعت و مالداری به وزیر زراعت
۲ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش
طرح پنج ساله معیشت بدیل و زنجیره ارزش افزایی محصولات زراعت و مالداری که از سوی متخصصان وزارت زراعت ترتیب شده به مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری ارائه شد.
کمیته متشکل از وئسا و متخصصین وزارت زراعت که مسوولیت ترتیب و نهایی سازی طرح را داشدن در مجلس ارائه این طرح حضور داشتند و میرویس خوگیانی مشاور زراعتی طرح را از طریق پریزنتیشن به حاضران پیشکش نمود.
طرح پنچ ساله معیشت بدیل به اساس فرمان عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در مورد ممنوعیت کشت کوکنار به منظور ارایه معیشت بدیل و معرفی جاگزین‌های کشت کوکنار و نباتات مولد مواد مخدر برای دهاقین از سوی وزارت زراعت ترتیب شده است که شامل تطبیق پروژه‌‌های معیشت بدیل برای تقویت و همکاری اقتصادی دهاقین و تشویق به کشت محصولات مشروع و متنوع می‌باشد که شامل فعالیت‌ها در بخش زراعت، مالداری، منابع طبیعی و آبیاری می‌باشد.
در جریان ارائه این طرح مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری نظریاتش را جهت غنی‌سازی آن شریک نمود تا در متن آن گنجانیده شود.
طرح متذکره پس از آنکه به کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا پیشکش شد، کمیسون متذکره نظریات مشخصی را جهت اصلاح و بهبود آن ذکر کردند که بر همان اساس مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کمیته‌ مشخصی را جهت اصلاح و نهایی سازی آن وظیفه سپرد تا آن را نهایی سازند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت