د لغمان قرغیو کې د بېرې مصنوعي ځنګل جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۴۷
د لغمان قرغیو کې د بېرې مصنوعي ځنګل جوړېږي

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د «اې،بي،ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو ولسوالی اړوند ګلغونډۍ او دګردي کڅ دعبدالوکیل خان بڼ شاوخوا د بیرې مصنوعي ځنگلونو د بیارغونې پروژې چارې پیل شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو قرغیو ولسوالی ته  د خپل سفر په ترڅ کې دعبدالوکیل خان بڼ شاوخوا د بیرې مصنوعي ځنگلونو د بیارغونې پروژې له کارونوڅخه څارنه وکړه.
دغو چارواکو ددې پروژې کارونه له نږدې وکتل او د پلي کوونکي مؤسسې چارواکوته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت