ننګرهار کې دکوچیانو څارویو ته کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو کمپاین پیل شو
![ننګرهار کې دکوچیانو څارویو ته کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو کمپاین پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240529-wa0067.jpg)
۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې دکوچیانو څارویو ته کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو کمپاین پیل شو، چې د ننګرهار په درېیو ولسوالیو دره نور، سره رود او ګوشته کې د کوچیانو څارویو ته د وترنرۍ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو پرمټ پلي کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د کانګو مخنیوی لپاره د سیمه ییزو واحدونو ډاکترانو ته نګاوان، درملو شیندلو پمپ، موزې، ماسک، لاس مینځلو مایع او عینکې ورکړل شوي، ترڅو په اړونده ولسوالیو کې د مالدارانو څاروېو او غوجل کې درمل وشیندې او د کنو پروړاندې مبارزه وکړي .
د ننګرهار دکرنې رییس د وترنرۍ سیمه ییزو مسؤلینو ته ولسونو سره د ښې چلند، انصاف، خپل مسلک ته ژمن پاتي کېدو او غوره چوپړتیاوو ترسره کولو سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن زیاته کړه د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره به نه ستړې کیدونکي هڅې وکړې، ترڅو پرځان بسیا شو.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.