د کندهار خاکریز کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دخاکریز ولسوالۍ یوشمېر بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم دیادې مؤسسې له خوا ددې ولایت په څو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.