پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۲۰ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د پکتیکا دکرنې رييس مولوی شېر محمد ذبیح په مشرۍ خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې دپکتیکا دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي شېر محمد ذبیح لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو تڅنګ د خلکو عریضې او دوسیې و څېړل شول او لازمې پرېکړې وشوې.
باید وویل شي، چې د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.