د هلمند دکرنې ریاست: د انار باغ د نیالګیو روزنې قوریه کې د ٦٠زره نیالګيو تخمونه وکرل شول
۲۰ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د د بولان انار باغ د نیالګیو روزنځای کې د ٦٠زره زینتي نیالګیو تولید په موخه تخمونه وکرل شول.
په دغو زینتي تخمونو کې نږدې ٤ کیلوګرامه شنګ، کیکر، مصري او روسي بید شامل دي، چې په یوجریب ځمکه کې تر کرلو وروسته د مسلکي کارکوونکو لخوا تر روزنې لاندې نیول کېږي.
دغه ونې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون د ګڼو ولسوالیو د سرسبزۍ ترڅنګ د ښکلا او له ګلانو څخه یې د شاتو مچیو د ګټې اخیستنې په موخه روزل کېږي، چې راتلونکي کال ته به د ځمکوالو لپاره وېشلو ته شي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست لخوا تر دې وړاندې هم د نیالګیو په یاد روزنځای کې د زرګونو زینتي ونو دتولید په موخه د بېلا بېلو ارزښت لرونکو ونو او زینتي بوټیو تخمونه کرل شوي دي.