د ننګرهار دکرنې ریاست نوې ودانۍ ته ولېږدول شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بزګرانو، مالدارانو او مراجعینو ستونزو د حل په موخه د کرنې وزارت مقام او ننګرهار ولایت مقام سره په همغږۍ نوې ودانۍ ته ولېږدول شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل د کرنې ریاست انتقال موخه مراجعینو ستونزو ته د رسیدنې، امریتونو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره د تورخم جلال آباد لویې لارې اټک د ټیلو پمپ ترڅنګ پخوانۍ میکانیزې ودانۍ ته ولېږدول شوه.
نوموړې وویل د کرنې ریاست په انتقال سره، د یو کمپلکس بڼه غوره کړه؛ چې پدي سره به د کارکوونکو ترڅنګ مراجعینو ته هم اسانتیاوي برابرې شوي دي.