ننګرهار کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه
١۶ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ په بېړنیو حالاتو کې د وچکالۍ پر وړاندې د همکارۍ تر نامه لاندې ۳۰۰ مالدارانو ته د څارویو متراکمه خوراکه (کنجاړه) ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دننګرهار په دوربابا، نازیان، اچین او روداتو ولسوالیو کې پر ۳۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته ۱۰۰ کیلو متراکمه حیواني خوراکه ورکړل شوې ده.
ښاغلي محمد وویل، چې د یادې مؤسسې له لورې مالدارانو ته دحیواني خوراکي ارزښت، روزنې، ناروغیو، مالدارۍ اهمیت او د خوراکې استعمال په برخه کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمېټه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د حیواني خوراکي ترڅنګ، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، لبنیاتو پروسس، وسایلو او نورو ګڼو برخو کې د مالدارانو لاس نیوی کړی دی.