میدان وردګو ولایت کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه
١۶ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو دکرنې د پراختیا نړیوال صندوق او د افغانستان لپاره دهالینډ کمیټې په مالي ملاتړ، دناورین پر وړاندې د غبرګون او د نوښت پروژې له لارې د دې ولایت د جلریز ولسوالی پر ۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو مغزي توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.