د هلمند دکرنې رییس د مورنیو مېوه لرونکو بڼونو د رغولو چارو څخه څارنه وکړه
۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د بولان څېړنیز فارم کې د مورنیو مېوه لرونکو بڼونو کې د نویو کارونو د ترسره کولو چارې وارزولې.
د هلمند دکرنې رییس په یاد فارم کې د انګورو، مڼو، انارو، زردالو، شفتالو او الوچو په بڼونو کې د نویو کارونو ترسره کولو چارې له نږدې ولیدلې، مسؤلو کارکؤنکو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازم هدایتونه ورکړل .
د هلمند دکرنې رییس د یادې لیدنې پر مهال وویل، د هلمند ولایت لسګونو بیکاره ځوانانو ته یې په یاد فارم کې د کار زمینه برابره کړې ده، چې پر مټ یې په فارم کې د روزمزد په ډول کار کوي او بیا د کار په مقابل کې ورته غنم ورکول کېږي، هغه همدارنګه زیاته کړه چې له یوې خوا د یاد کار په پایله کې د فارم هغه برخې چې په ژمني موسم کې باید ورغول شي کار ترسره کېږي او له بلې خوا په کور دننه یې د ګڼو ځوانان لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د هلمند دکرنې رییس وویل، هڅه کوي تر څو د څېړنیز فارم په بېلابېلو برخو کې بهبود او نوښت راولي چې په همدې موخه یې په دې اړه نور لازم پلانونه هم تر لاس لاندې نیولي دي.