میدان وردګو کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «سټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سیداباد په ولسوالی کې ٥٨٨ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۳۰ قطعې کورني چرګان او ا ونده توکي ورکړل شوي دي .
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.