هلمند کې لسګونه د شاتو مچیو فارم لرونکي وروزل شول
۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا ١٥٠ تنه د شاتو مچیو هغه فارم لرونکي وروزل شول، چې د کرنې ریاست سره یې فارمونه ثبت او راجستر دي.
ددغه روزنیز پروګرام په لړ کې فارم لرونکو ته دمچيو ښې روزنې، تغذیې، تکثير او ډېرولو، د ژمي سړې هوا په مقابل کې د مچيو محفوظه ساتنې، د شاتو توليد او معياري پروسس کولو او بازار ته د وړاندې کولو په برخه کې زده کړې ورکول شوې.
هلمند کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار ښه شوی دی، چې دا مهال سلګونه کسان پکې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.
تیرو څو کلونو کې دهلمند ولایت کرنې، ریاست لخوا ګڼ شمېر بزګرو ته د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي، چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.