د ننګرهار کرنې ریاست: د ننګرهار والي د کرنې ریاست د بڼوالۍ پراختیایي او څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد یې ملتیا کوله د ننګرهار څېړنیز فارم له نږدې وکتل او مسولینو ته یې د فارم د بهبود او کارونو د ښه اجرآ په موخه لازمې سپارښتنې وکړي.
دننګرهار والي وویل د یاد څېړنیز فارم ارزښت ته په کتو ددې فارم پیاوړتیا لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي.
دغه راز د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې په څېړنیز فارم کې شته ستونزې، ننګونې او فرصتونه په نښه او له والي سره شریکې شوې.
په ورته وخت کې، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند له لورې ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار څېړنیز فارم چې په ۵۰ جریبه ځمکه جوړ شوي ۷ ملي کلکسیونونه او ۸ ننداریز بڼونه لري؛ چې په هر کلکسیون کې په لسګونه ډوله د مېوو کورني او بهرني بوتي شتون لري، چې د ختیځ زون په کچه بڼوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.