د لغمان مرکز اړوند تبۍ کونج کې لسګونو مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز پر۳۲ مالدارانو سره د پسونو د چاقولو په پار د څارویو د مغزي موادو (کانسټریټ) او شوتلو تخمونو مرستې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې پر هر مالدار د ۷۵ کیلوګرامه د څارویو مغزي مواد او درې کیلوګرامه د شوتلو تخمونه وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پرختیا ته زمینه برابرول دي.